کابل کې د بهرنیو هېوادونو ۱۷ سېلانیانو ترمنځ په ماراتون سبک کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۱۹
کابل کې د بهرنیو هېوادونو ۱۷ سېلانیانو ترمنځ په ماراتون سبک کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اتلتیک ملي فدراسیون په همغږۍ د یاد ریاست په غازي سټيډیوم کې له اتو بهرنیو هېوادونو د ۱۷ سېلانیانو ترمنځ په ٤٢.١٩٥ کیلو متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې په ٤٢.١٩٥ کيلو متره واټن کې ترسره شوې، په پایله کې ټاکل شوی هدف له چین څخه يوشينګ ني په دوه ساعتونو او ۵۲ دقيقو کې، همدارنګه له چين څخه ايکونګ جي په درې ساعتونو او ۴۸ دقيقو کې او له پولنډ هېواد څخه بيا ارکډيوسز درې ساعتونو او ۵۳ دقيقو کې طی کړ او په ترتيب سره يې لومړی، دويم او درېيم مقام ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې د پولنډ، چیک، چین، کاناډا، ډنمارک، جرمني، فرانسې او سینګاپور هېوادونو څخه سیلانیانو په ماراتون سبک کې ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۰
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۱۱۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۱۱۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د ۱۵ جوړو لوبې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۳۲
Background image

بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهی ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS