کابل کې د تورې وهنې سمینار جوړ شو

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۸:۴۹
کابل کې د تورې وهنې سمینار جوړ شو

د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست له خوا نن د تورې وهنې علمي سمینار پیل شو، چې په یاد سمینار کې به لوبغاړو ته د تورې وهنې نوي تخنیکونه ورښودل کېږي.

په دغه سمینار کې د تورې وهنې ملي لوبډلې ۴۵ لوبغاړو ګډون کړی دی، چې یوه ورځ به دوام وکړي.

د یاد سمینار د مسوولینو په وینا؛ د یاد سمینار موخه د تورې وهنې ملي لوبډلې لوبغاړو ته د تورې وهنې نړۍوال فدراسیون نوي قوانین ورزده کول دي، چې د استاد یقین حقیقت له خوا تدریسېږي.

د سمینار ګډونوالو د دا ډول علمي سمینارونو په جوړېدو خوښي وښوده او د یادې چارې د دوام غوښتنه یې وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست له خوا لوبغاړو ته سندونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۱۶
Background image

کابل کې د مرکزي زون د ولایتونو ترمنځ د فوټبال د اتلولي سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کابل فوټبال فدراسیون له لوري د مرکز زون د پنځو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلولي سیالۍ د کابل ګلرنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د نیمروز والي د ياد ولايت له ورزشي آمر او ورزشکارانو سره ولیدل

د نیمروز ولایت والي شيخ محمد قاسم خالد د یاد ولایت له ورزشي آمر او یو شمېر ورزشکارانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغې لیدنه کې ښاغلي محمد قاسم خالد ورزشي آمر او ورزشکارانو ته د. . .

BACK TO NEWS