کابل کې د تکواندو په پومسه سبک کې دویمه او درېیمه درجه د لوبڅارۍ سیمینار پای ته ورسېده

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۱:۳۶
کابل کې د تکواندو په پومسه سبک کې دویمه او درېیمه درجه د لوبڅارۍ سیمینار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري په کابل کې ۱۵ لوبڅارانو ته د تکواندو په پومسه سبک کې دویمه او درېیمه درجه د لوبڅارۍ سیمینار پای ته ورسېده.

دغه سیمینار د استاد حلیم یوسفزي له لوري په پومسه استاندر او پومسه ازاد برخو کې په نظري او عملي ډول ترسره شو.

د یاد سیمینار موخه د لوبڅارانو فني ظرفیت لوړول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

په پای کې د تکواندو فدراسیون له لوري ګډون کوونکو لوبڅارانو ته د لوبڅارۍ سندونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۵:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۵:۸
Background image

ننگرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د چپرهار ولسوالۍ په غزو کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د اخندزادگانو لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپه ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS