کابل کې د جوجیستو لوبې پیل شوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۲:۱۴
کابل کې د جوجیستو لوبې پیل شوې

په مرکز کابل کې نن د ۸۰ لوبغاړو تر منځ د جوجیستو لوبې پیل شوې.

په دغو لوبو کې د هرات، خوست، بلخ، بادغېس، دایکندي، میدانوردګ، پکتیا، بامیان او فاریاب ولایتونو لوبغاړي برخه لري.

په یادو لوبو کې لوبغاړي د ځوانانو او لویانو په عمرونو کې له ۵۶ تر ۹۵ کیلوګرامو وزنونو کې له یو بل سره لوبې کوي.

دغه لوبې د بدني روزنې او ورزش ریاست په پینځه سوه کسیز جمنازیوم کې کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو لوبو موخه د لوبغاړو هڅونه او د جوجیستو په دوه ډولونو نیوازاد او فولکانتکت کې د لوبغاړو وړتیا لوړول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۲۰:۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

د هېواد ورزش ادارې او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون، د بدن ښکلا نړيوالو ارنولد کلاسيک سياليو قهرمان او د ماسټر اولمپيا سياليو نايب قهرمان علي بلال افغانستان ته په راتګ د تود هرکلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین بالیش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS