کابل کې د رزمي ورزشونو د یوني فایټ سبک سیالۍ وشوې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ او د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو یوني فایټ سبک سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ په بېلا بېلو کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۸۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپله کړل او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د یوني فایټ سبک ته وده ورکول، د غوره استعدادونو موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
