کابل کې د زورخانه‌یي لوبو اووم پړاو

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۱ - ۸:۲۹
کابل کې د زورخانه‌یي لوبو اووم پړاو

کابل ولایت کې د زورخانه‌یي لوبو اووم پړاو پیل شوی دی، چې په بېلابېلو عمرونو او له پنځوس کیلو تر ۱۲۰ کیلو وزنونو کې د ۱۰۰ ورزشکارانو تر منځ لوبې کېدونکې دي.

د زورخانه‌یي فدراسیون رییس اقبال احمد منوچهر په وینا؛ دغه لوبې به درې ورځې دوام وکړي، چې موخه یې د کابل لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو غوره کول دي.

نوموړی زیاتوي؛ ګډونوالو ورزشکارانو له دغو لوبو خوښ دي او د دا ډول لوبو په لار اچولو باندې خوښي ښایي.

د یادونې وړ ده، چې دغه لوبې د کابل د ورزشکارانو تر منځ د بدنې روزنې او ورزش ریاست کې کېدونکې دي، چې په پای کې د کابل لوبډلې لپاره ۴۰ لوبغاړي غوره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS