کابل کې د فني او مسلکي ریاست او المپیکي فدراسیونونو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۶
کابل کې د فني او مسلکي ریاست او المپیکي فدراسیونونو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند فني او مسلکي ریاست او د المپیکي فدراسیونونو استازو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

دغه غونډه، چې د ورزش ادارې فني او مسلکي رئیس محمد یوسف افتخار په مشري ترسره شوه، پکې د المپیکي فدراسیونونو رئیسانو او استازو ګډون کړی و او د ورزش د ودې، د ورزشکارانو د عصریې، د ورزشي توکو د چمتو کولو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه یې خپل نظریات شریک کړل.

د ورزش ادارې فني او مسلکي رئیس محمد یوسف افتخار وویل، چې هڅه کوي په راتلونکي ښه پلانګذاري وکړي، د ورزش ادارې او المپیکي فدراسیونو ترمنځ د ښې اعتماد سازي فضأ پراخه شي او د فدراسیونونو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي. دغه راز ټول فدراسیونونه باید په ځانګړي شوي ډېټابېس کې ثبت شي، د ورزشکارانو د عصریې د سهمیې جوړلو لپاره ځانګړې شوې کمېټه کار وکړي.

ښاغلي افتخار د المپیکي فدراسیونونو استازو سره ژمنه وکړه، چې د ستونزو د حل او د ورزش د ودې لپاره به دوامداره ناستې ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۸
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۶
Background image

کابل کې د فني او مسلکي ریاست او المپیکي فدراسیونونو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند فني او مسلکي ریاست او د المپیکي فدراسیونونو استازو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

دغه غونډه، چې د ورزش ادارې فني او مسلکي رئیس محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۴
Background image

قدرمن خلیفه صاحب د کورنیو چارو وزارت د فوټبال له لوبډلې او مسولینو سره ولیدل

د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه صاحب د کورنیو چارو وزارت د فوټبال له لوبډلې سره وکتل او د هغوی وروستۍ لاسته راوړنه یې تقدیر کړه. په دې لیدنه کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ. . .

BACK TO NEWS