کابل کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اردو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۴:۲۳
کابل کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اردو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

مسابقات لیگ برتر فوتبال پایتخت با قهرمانی تیم اردو به پایان رسید

 

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته او د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په غازي سټېډیوم کې د کابل فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې د ۹ لوبډلو ترمنځ دوې مياشتې مخکې پیل شوې وې د اردو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پایله کې اردو لوبډلې د اتو پرلپسې برياوو او ۲۴ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، سباوون لوبډلې د ۱۹ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام خپل کړ.

د ځوانانو په برخه کې متحد افغان لوبډلې د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی او سرې مياشتې لوبډلې بيا دويم مقام خپل کړ او په دغه مقامونه ګټلو سره دواړه لوبډلې د افغانستان مرکزي زون د ځوانانو فوټبال سياليو ته لاره وموندله.

د يادونې وړ ده، چې اردو او سباوون لوبډلو هم په لومړي او دويم مقام ګټلو سره د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو ته لاره وموندله.

د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د هېواد د بېلابېلو ادارو رئيسانو او مسؤلينو، د فوټبال ملي فدراسیون مسؤلينو او لوبغاړو ګډون کړی وو.

د يادو سياليو موخه د افغانستان فوټبال غوره لیګ ته د غوره لوبډلو او د هېواد مرکزي زون سياليو ته د ځوانانو غوره لوبډلو موندل وو، د سياليو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۵۹
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

 المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل په ګډون د هېواد له ۲۱ ولايتونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس ۱۹م. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۵۷
Background image

د جوجتسو ورزشکاران هېواد ته راستانه او د ورزش ادارې له لوري یې هرکلی وشو

د جوجتسو نړۍ‌والو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب دوه ورزشکارانو او یو روزونکي ګډون کړی و، چې نن د جولای په ٢١ مه هېواد ته راستانه او د ورزش ادارې له لوري یې هر کلی وشو.

په دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۴۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ١٣ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS