کابل کې د مرکزي زون د ولایتونو ترمنځ د فوټبال د اتلولي سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۱۶
کابل کې د مرکزي زون د ولایتونو ترمنځ د فوټبال د اتلولي سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کابل فوټبال فدراسیون له لوري د مرکز زون د پنځو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلولي سیالۍ د کابل ګلرنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې عقابان پنجشیر، امید فردای کاپیسا، شاهین برکي راجان، آزادی شهرستان دايکندی او ګلرنګ کابل لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایلوبه کې یې کابل ګلرنګ لوبډلې د ٢/٠ ګولونو په توپیر خپلې سیالې آزادی شهرستان دايکندي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

د سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدران، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د روشن مخابراتي شرکت استازي او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

دغه سيالۍ د روانې چنګاښ میاشتې په اتمه نېټه د کابل په غازي سټډیوم کې پیل شوې وې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي ګپ او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

پکتیکا؛ په چهابران ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدي روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په چهابران ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې ۱۶ ورځې مخکې پیل شوې وې، پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیکا؛ په مټاخان ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدي روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې دوه اوونۍ په دوام وکړي پیل شوې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۴۸
Background image

بلخ ؛ په کلدار ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلدار ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې.

د دغو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS