کابل کې د موټر سپورت ملي فدراسیون نندارې ترسره شوې

د موټر سپورټ ملي فدراسیون د غوره سپورټي موټرو د معرفي کولو په خاطر د ګڼ شمېر مینوالو په شتون کې د موټر چلوونکو حرکات نندارې ته وړاندې کړل.
په دغو نندارو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د موټر سپورټ فدراسیون مسؤولانو او د دغې برخې ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
د المپیک ملي کمېټې او ورزش عموموي رئیس مولوي احمدالله وثیق وویل: موږ هڅه کوو، چې مختلفو ورزشي برخو ته وده ورکړو، د افغانستان خلک هم دغه ډول نندارو ته خوښ دي او هرکلی یې کوي.
د دغو نندارو موخه د بهترین سپورټي موټر او د دغې برخې د ورزش کارانو موټر معرفي ښودل شوې ده.