کابل کې د نښې ویشتلو انتخابي سیالیو درېیم پړاو پیل شو

د نښان ویشلو منتخبه سیالۍ نن د کابل د قرغې بند د ګلف په ډګر کې د ۶ ټیمونو د ۲۰ تنو ورزشکارانو په ګډون پیل شوې.
د نښان ویشلو د ملي فدراسیون د رئیس لعل محمد سیار په وینا، په دغو سیالیو کې د کابل له مرکز او ولسوالیو څخه ورزشکاران ګډون کړی، چې د دوو ورځو لپاره به د تراپ په بڼه کې سیالۍ وکړي.
د المپيک ملي کمېټې او ورزش رئيس انجنير نظرمحمد مطمین د دغه پړاو سياليو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او مسوولينو ته يې د وينا پر مهال د دغه پړاو سياليو د پيلولو له امله د دغه فدراسيون له مسوولينو مننه وکړه او يادونه يې وکړه چې د ورزشکاران زمونږ د یووالي استازي دي، او په ورزشي ډګر کې د لوبغاړو ګډون د سولې لپاره د افغانانو قوي اراده څرګندوي.
ښاغلي مطمین د نښان ویشلو فدراسیون له مسوولینو وغوښتل، چې د نښان ویشلو ورزش دې تر مرکز پورې محدود نه کړي، بلکې هڅه دې وکړي، چې دغه ورزش د هېواد په کلیو او بانډو، تعلیمي، تحصیلي او امنیتي برخو کې دې خپور کړي.
د یادونې وړ ده چې د دې پړاو په پای کې به د کابل لوبډلې لپاره درې غوره څېرې وټاکل شي.