کابل کې د ټول هیواد په سطحه ورزشي نندارتون جوړېږي

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۰:۵۹
کابل کې د ټول هیواد په سطحه ورزشي نندارتون جوړېږي

دغه څرګندونې د بدني روزنې او ورزش او د المپيک ملي کمېټې عمومي رييس انجنير نظرمحمد مطمين د فدراسيونونو له رييسانو سره په کتنه کې وکړې.

نن غرمه ښاغلي نظرمحمد مطمین د المپیک په ملي کمیټه کې د ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره په ولسوالیو کې د سیالیو د ترسره کولو، د زرګونو ورزشکارانو په ګډون د ستر نندارتو د تنظیم او د فدراسیونونو د انتخاباتو د ترسره کولو په اړه خبرې وکړې.

د فدراسیونونو رئیسانو د ولایتي ټاکنو او ورزشي فدراسیونونو له ترسره کېدو خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې دغه بهیر به چټکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټه په پام کې لري چې د هیواد د ۳۴ ولایتونو د لوبغاړو په ګډون ستر ورزشي نندارتون د هیواد په پلازمېنه کابل کې ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS