کابل کې د پارالمپیک سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۳:۵۳
کابل کې د پارالمپیک سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پارالمپیک فدراسیون له لوري د ياد فدراسیون دویم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش مالي او اداري رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي، د کابل د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي عتیق الله خالد، د دعوت او ارشاد رئیس مفتي داد محمد بریال عطایي، د فني او مسلکي ریاست سرپرست حمیدالله صافي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس الله محمد اتل مشواڼي، په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د ورزش د ودې رئیس داد محمد ناوک، ورزشي سلاکار ګلاب الدین خپلواک، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د NOVE مؤسسې رئیس البرتو کایرو ګډون کړی و او ګډونوال ورزشکاران یې تشویق کړل.

د غونډې په پیل کې د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري خبرې وکړې او ويې ويل چې د خوښي ځای دی، چې د دغې ورزشي رشتې دویم پړاو سیالۍ په خوښي سره پای ته ورسېدې. نوموړي زیاته کړه چې د بدني روزنې او ورزش ریاست د ورزش د ودې لپاره هېڅ ډول امکانات نه درېغوي او د ورزش لپاره ښه زمینه برابروي.

په دغو سیالیو کې د هېواد له ١٩ ولایتونو څخه د پنګ پانګ، پارا لامبو وهنې، پارا وزن پورته کولو، پارا اتلتیک، پارا نښه ویشتنې او پارا خفیفه اتلتیک رشتو ٣٢٥ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ چې په پای کې یې له ټولو برخو څخه ١٥٠ تنه ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

په پای کې د کابل ورزشکارانو د ٦٢ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، بلخ د ٤٧ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او خوست د ٢٥ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده، چې په پای کې لومړي دویمړاو درېیم مقام ګټونکو لوبغاړو ته ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۲
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS