کابل کې د کابل فوټسال غوره ليګ شپږم پړاو سيالۍ د ش.ه. يد نسيم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۲:۲۸
کابل کې د کابل فوټسال غوره ليګ شپږم پړاو سيالۍ د ش.ه. يد نسيم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کميټې په مرکزي لوبغالي کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د کابل فوټسال غوره ليګ شپږم پړاو سيالۍ، چې ۴۰ ورځې مخکې پیل شوې وې د ش.ه. يد نسيم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ، چې تېره شپه پای ته ورسېدې، په پايلوبه کې ش.ه.يد نسيم لوبډلې خپلې سیالې ظاهر اسد لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

په دغو سياليو کې اميد قنبري د زياتو ګولونو وهونکی، ابوالفضل رحيمي غوره ګول ساتونکی او فرزاد محمودي غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د يادولو وړ ده، چې دغو سياليو د پای مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د فوټبال ملي فدراسیون رییس محمد يوسف کارګر، د ورزش ادارې او د فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د يادې ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د فوټبال ملي فدراسیون مسوولينو، ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.

هېره دې نه وي، چې د ش.ه.يد نسيم او ظاهر اسد لوبډلې د لومړي او دویم مقام په ترلاسه کولو د افغانستان زونونو د فوټسال اتلانو سياليو ته او پنجشېر اف سي او ياران افغان لوبډلې د کابل ښار د فوټسال لومړۍ پړاو سياليو ته لاره وموندله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د صدرآباد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱
Background image

پکتيا؛ اتفاق لوبډلې د سيدکرم ولسوالۍ د فوټبال دويم پړاو غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال دويم پړاو غوره ليگ سيالۍ د اتفاق لوبډلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۳
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينک

https://www.facebook.com/share/18vXZQGuZQ/

BACK TO NEWS