کابل کې د کلاسيک پاورليفټينګ اتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۴۷
کابل کې د کلاسيک پاورليفټينګ اتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پاورليفټينګ او مردان اهنين ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار له اته کلبونو څخه د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ د کلاسيک پاورليفټينګ ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

په دغوو سیاليو کې به ورزشکاران په څلورو وزني کټګوريو له ۵۳ څخه تر مثبت ۱۲۰ کيلوګرامه وزن کې سیالي ترسره کړي، چې په پايله کې به يې ۳۶ تنه د کابل ولايت د کلاسيک پاورليفټينګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست رئيس مولوي عتيق الله خالد، د پاورليفټينګ فدراسيون مسوولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمير مينوالو ګډون کړی و.

هېره دې نه وي، چې دغه سيالۍ د کابل ولايت د کلاسيک پاورليفټينګ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۲
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ، چې ۱۴ ورځې مخکې پيل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۵۰
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علینګار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ولسوالۍ مرکز. . .

BACK TO NEWS