کابل کې د ۱۰۵ کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د بوکسېنګ ټاکنیزې سیالۍ جریان لري
د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بوکسېنګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت له ۱۰۵ کلبونو څخه د ۵۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د دې فدراسیون په ورزشي جمنازیم کې د کابل ولایت منتخبې لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ جریان لري.
په دې سیالیو کې ورزشکاران د لویانو په عمري کټګورۍ او له ۴۸ څخه تر مثبت ۹۲ کیلو ګرام بېلابېلو وزني کټګووریو کې د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي، چې په پای کې به یې ۲۶ تنه غوره ورزشکاران د کابل ولایت د لویانو د بوکسېنګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
د ویلو ده، چې دغه سیالۍ د روانې زمري میاشتې پر ۱۰مه نېټه د کابل منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پیل شوې، چې د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې به دوام وکړي.
