کابل کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د جمناسټیک ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۲۰ کلبونو څخه د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت ۲۰م پړاو ټاکنيزې سيالۍ، د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې.
په دغه سياليو کې به په څلورو عمري کټګوريو، کوچنيانو، تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو کې ورزشکاران د جمناسټیک په متوازي، دايروي سيم، دورانې سیم، دوشک او اسپک وسيلو کې سيالۍ ترسره کړي، چې په پای کې به يې ۳۰ تنه ورزشکاران د کابل ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د کابل ولايت ټاکنيزې لوبډلې ته د غوره څېرو موندلو په موخه، د هېواد ورزش ادارې د فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دې ادارې د رهبرۍ غړو، د جمناسټیک ملي فدراسیون رئيس عبدالجبار هوتک ، ورزشي مسوولینو او ورزشکارانو په شتون کې پيل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
