کابل کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې شپږم پړاو ليګ سيالۍ د سرپل لوبډلې په بريا پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۹:۳۰
کابل کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې شپږم پړاو ليګ سيالۍ د سرپل لوبډلې په بريا پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د وزلوبې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار په يکه توت وزلوبې لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې شپږم پړاو ليګ سيالۍ، د سرپل لوبډلې په بريا پيل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

د وزلوبې په شپږم پړاو ليګ دغو سياليو کې د سرپل، تخار، هرات، جوانان فاریاب، یما پطرولیم، بدخشان، بغلان، پنجشېر، جوانان بلخ، سمنگان او کندز لوبډلو گډون کړی، چې د هېواد پر چاپندازانو سربېره د تاجکستان او قزاقستان هېوادونو چاپندازان هم پکې شتون لري.

د دغو سياليو په لومړۍ ورځ درې لوبې ترسره شوې، چې لومړۍ لوبه کې سرپل لوبډلې خپلې سیالې فارياب ځوانانو لوبډلې ته د ۷/۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او د ياد ليګ لومړۍ بريا يې خپله کړه، دويمه لوبه کې بدخشان لوبډلې سيالې بغلان لوبډلې ته د ۴/۱ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او په درېيمه لوبه کې يما پټرول لوبډلې سيالې بلخ ځوانانو لوبډلې ته د ۱۰/۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او په دغه ليګ کې يې لومړۍ برياوې خپلې کړې.

د ويلو ده، چې په دغو سياليو کې له پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او زابل ولايتونو څخه د نېزه وهلو لوبډلو هم گډون کړی، چې سبا ورځ د وزلوبې سياليو په جريان کې د نېزه وهلو سيالۍ پيل کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۴۷
Background image

هرات کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین کاراټې سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کیوکوشین کاراټې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې له ننګرهار، غور او هرات ولایتونو څخه د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۴۵
Background image

جوزجان؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۴۱
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS