کابل کې د ۱۲ ولایتونو تر منځ د وزلوبې پینځم پړاو غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۰:۷
کابل کې د ۱۲ ولایتونو تر منځ د وزلوبې پینځم پړاو غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

کابل کې د ۱۲ ولایتونو تر منځ د وزلوبې پینځم پړاو غوره لیګ سیالۍ پیل شوېد بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د وزلوبې او دودیزو لوبو د فدراسیون په همغږۍ د ۱۲ ولایتونو ترمنځ د وزلوبې پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ د کابل په یکه توت سیمه کې پیل شوې، چې د پیل په مراسمو کې یې د هیواد د ورزش ادارې رهبرۍ، د هیواد لوړپوړو چارواکو، لسګونو مېلمنو او ګڼو تماشه چیانو برخه ګډون کړی و.

ددې سیالیو په پیل غونډه کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ورزش ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان، د ریاست الوزرا ادري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي راډیو تلویزیون رئیس قاري محمد یوسف احمدي، د ملي دفاع وزارت مرستیال ملا محمدفاضل، لیکوال او شنونکی انجینیر نظرمحمد مطمین، د وزلوبې فدراسیون مسوولینو، د ورزش ولایتي مسوولینو، د بېلابېلو ادارو غړو او د وزلوبې ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د وزلوبې د دې پړاو له ترسره کولو خوښي وښوده او ویې ویل: ((ا.ا. هوډ لري، چې په هیواد کې د ورزش سربېره ټولو ملي او عنعنوي دودونو ته وده ورکړي. ا.ا. له دودیزو ورزشونو ملاتړ کوي او ورزش کولی شي چې ځوانان له نشه یي توکو او نورو ناوړه کړنو راوګرځوي.))

ښاغلي حنفي پر ورزشکارانو غږ وکړ، چې دا سیالۍ د ورورګلوۍ په فضا کې ترسره شي او ټولو چاپ اندازنو او پهلوانیانو ته یې د مخکښۍ هیله څرګنده کړه.

د غونډې په لړ کې د هیواد د ورزش ادارې مشر مولوي احمدالله وثیق وویل: (( د وزلوبې پنځم پړاو په داسې حال کې پیلیږي چې هیواد د چټکې ځانبسیاینې پر لور ګامونه اخلي او سرتاسري امنیت دی.))

او زیاته یې کړه: د هیواد په ګوټ ګوټ کې ورزش د پراختیا او ودې په حال کې دی. همداشان د ورزش اداره نه یوازې د کورنیو سیالیو ملاتړ کوي؛ بلکې په سیمه ییزه او ملي کچه هم ښه ځلېدلي چې غوره بېلګه یې د چین په کوربتوب له سلو د ډېرو لوبغاړو ګډون دی.

ښاغلي وثیق دغه راز د ورزش لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، چې لوبغاړو یې په ۶۰ نړیوالو لوبو کې برخه اخیستې چې غوره لاسته راوړنې یې لرلي او په خبره یې، هڅه کوي په هیواد کې ملي او سنتي لوبې راژوندۍ کړي.

نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال د هیواد په بېلابېلو لرو پرتو سیمو کې د دودیزو او سنتي لوبو لوبډلې لري. هغه د نړیوالو ورزشي ادارو په اړه ویل: (( موږ په باقاعده ډول له فیفا او د المپیک له نړیوالو ادارو سره په لیکه یو، دوی مو له افغانستان سره ګډ کار ته رابللي او همدا مو لومړیتوب دی. موږ د المپیک او فیفا ورزشي آرونو ته ژمن یو او هیله ښیو چې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول مالي لګښت کې زموږ ملا وتړي.)) او په پای کې یې د ملي راډيو تلویزیون له رهبرۍ مننه وکړه چې ددې سیالیو ژوندی پوښښ یې ومانه.

د یادونې وړ ده چې دا سیالۍ به د ( بامیانو، میدان وردگ، پنجشیر، لوگر، بلخ، سمنگان، سرپل، لوگر، بدخشان، کندهار، کندز او تخار ) ولایتونو د زلمیو، ځوانانو او لویو چاپ اندازانو ترمنځ ترسره شي.

دا سیالۍ چې موخه یې د دودیزو او سنتي سیالیو وده ده، هر کال د وزلوبې او نېره وهونې په نوم ترسره کیږي، چې سږکال یې پینځم پړاو دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS