کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د جمناسټیک ملي فدراسيون له لوري د هېواد د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۲۰ کلبونو د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک نوولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
په يادو سياليو کې ورزشکارانو د ماشومانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو او شپږو بېلابېلو وسيلو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې د ماشومانو له کټگورۍ ۸ تنه، د نويو ځوانانو له کټگورۍ ۱۲ تنه، د ځوانانو له کټگورۍ ۱۶ تنه او د لويانو له کټگورۍ څخه بيا ۱۸ تنه، چې ټولټال ۵۴ ورزشکاران کېږي د کابل ښار په کچه راتلونکو ملي سياليو ته وټاکل شول.
د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د جمناسټیک ملي فدراسيون رئيس عبدالجبار هوتک، ورزشي مسوولينو او گڼ ورزشکارانو گډون کړی وو.
د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه د جمناسټیک ورزش ته وده ورکول او د غوره څېرو موندل وو، چې درې ورځې يې دوام وکړ.
