کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنتي تکواندو نهم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۷:۳۷
کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنتي تکواندو نهم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د هېواد له ۱۱ ولایتونو څخه د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنتي تکواندو نهم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ به د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او د ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شي، چې په پایله کې به ۳۰ ورزشکاران د سنتي تکواندو ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو په پرانیستغونډه کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدارڼ، د یاد ریاست د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د اسیا او د افغانستان د سنتي تکواندو ملي فدراسیون رئیس ګلاجان وفا او د مرکز او ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې ښاغلي احمد جان ځدراڼ د ملي لوبډلو ټاکنیزو سیالیو د ترسراوي په اهمیت ټینګار وکړ او د ورزش ادارې د وروستیو کلونو کې د لاسته راوړنو په زیاتېدو خبر ورکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د ورزش او د ورزشکارانو کچه به ورځ تر بلې نوره هم لوړه شي.

همدارنګه نوموړي له ورزشکارانو سره د ورزش ادارې د رهبري لوري د همېشنۍ مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړه.

د یادو سیالیو موخه د سنتي تکواندو ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۴۲
Background image

ننگرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د مشواڼو ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د مشواڼو سټارز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۴۱
Background image

بلخ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز حاجي مقيم بای لوبغالي کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۳۹
Background image

کندز کې د ۶ ولايتونو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ په گډه همغږۍ د امام صاحب ولسوالۍ په نغمه بازار سيمه کې له ۶ ولايتونو څخه د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ. . .

BACK TO NEWS