کابل کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لیفټینګ نهم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۷:۲۶
کابل کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لیفټینګ نهم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پاور لیفټینګ ملي فدارسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې له یوولس ولایتونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي پاورلیفټینګ نهم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو، لویو ورزشکارانو او تجربه لرونکو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او په نهو وزنونو کې به ترسره شي، چې له هرې کټګورۍ درې تنه ورزشکاران، چې مجموع کې ۲۷ ورزشکاران کېږي د هېواد پاورليفټینګ منتخبې لوبډلې ته به وټاکل شي.

د دغو سیالیو د پیل مراسمو ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، یاد ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، پاورلیفټینګ ملي فدارسیون رهبري پلاوي، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

هېره دې نه وي دغه سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي او موخه یې د هېواد پاورلیفټینګ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۱۱
Background image

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

. . .

BACK TO NEWS