کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ، د هېواد ورزش ادارې په زورخانه‌يې جمنازيوم کې پيل شوې.

يادې سيالۍ په دوو برخو د بدن ښکلا او فټنيس او د ۵۵ څخه تر +۹۰ کيلو ګرام وزني کټګوريو کې پيل شوې، چې په پايله کې يې ۵۰ تنه په بدن ښکلا برخه کې، ۲۵ تنه د فټنيس په سپورټ فزيک برخه کې او ۲۵ تنه بیا د فټنيس په اتلاتيک فزيک برخه کې د کابل ښار د لوديځ زون په کچه لوبډلې ته وټاکل شول.

د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د کابل ښار د لوديځ زون په کچه د غوره ورزشکارانو پېژندلو په موخه د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ،د المپیک کمېټې معاون او د دې فدراسیون رئیس باور خان هوتک، ورزشي مسؤلینو، ورزشکارانو او ګڼ شمير مينوالو په شتون کې پيل شوې، چې يوه ورځ یې دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۵۱
Background image

كندز کې د څلورو ولایتونو کورشکارانو ترمنځ د کورش دوستانه سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګل تپه ولسوالۍ کې د کندز، سمنګان، بغلان او جوزجان ولايتونو د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۴۹
Background image

ميدان وردگ؛ جلگه ولسوالۍ کې د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جلگه (دايميرداد) ولسوالۍ کې د ۳۹ لوبډلو ترمنځ د "جلگه زرين" په نوم د واليبال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۴۶
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې.

. . .

BACK TO NEWS