کابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ځغاستې اتلتيک ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په غازي سټېډيوم کې د اقاخان ځوانانو بنسټ په نوم د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ۱۰۰- ۲۰۰- ۴۰۰- ۸۰۰ متري په واټن کټګوريو کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې د ۱۰۰ متري واټن کټګورۍ کې جماالدين لومړی او حامد دويم مقام ترلاسه کړ، ۲۰۰ متري واټن کټګورۍ کې احمد سهيل لومړی، امرالدين دويم او مجيب الرحمن درېيم مقام ترلاسه کړ، ۴۰۰ متري واټن کټګورۍ کې عبدالفتاح لومړی، احمد ظاهر دويم او جلال الدين درېيم مقام ترلاسه کړ او په ۸۰۰ متري واټن کټګورۍ کې داد خدا لومړی، فروتن دويم او امرالدين درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يو ورځ يې دوام وکړ.