کابل کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۴:۷
کابل کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون په همغږۍ د کابل ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د یاد ولایت د شمالي ولسوالیو د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس له لوري د پټې په پرې کولو سره پيل شوې.

د دغو سیالیو په پرانیستغونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دغه ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، میربچه کوټ ولسوالۍ لوړ رتبه چارواکو او په سلګونو مینوالو ګډون کړی وو.

په دغه پرانیستغونډه کې د ورزش ادارې عمومي رییس وویل: (( قوي مسلمان له کمزوري مسلمان څخه غوره دی)) او همدارنګه یې زیاته یې کړه، چې په تېر کال کې موږ ۴ څلور زره مختلفې ورزشي سیالۍ ترسره کړي او د افغانستان ا.ا د واکمنېدو راهیسې موږ د المپیکي سیالیو۱۰۰ ډول ډول ورزشي مډالونه ترلاسه کړي دي او نوموړي زیاته کړه زه د ورزش په برخه کې له تاسو سره د هر ډول ملاتړ ته چمتو یم.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د کارنده ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې مشواڼيو ځوانانو لوبډلې ته د ۳ پر صفر ګولونو پر توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د هېواد د خپلواکۍ ورځې نماځل دي، چې درې میاشتې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۱۱
Background image

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

. . .

BACK TO NEWS