کابل کې د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۲
کابل کې د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل ښار له ټولو زونونو کلبونو څخه د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

دغه سیالۍ به د ( ۱۲،۱۳،۱۴،۱۵ ) کلونو ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو کې ترسره شي، چې په پایله کې به له هرې کټګورۍ ۴۰ ورزشکاران، چې ټول ۸۰ ورزشکاران کېږي د کابل ښار د نویو ځوانانو او د ځوانانو ورزشکارانو د پهلوانۍ منتخبو لوبډلو ته وټاکل شي.

د یادو سیالیو موخه د کابل ښار د نویو ځوانانو او د ځوانانو ورزشکارانو د پهلوانۍ منتخبو لوبډلو ته د غوره پهلوانانو موندل دي، چې راتلونکو کې به ملي سیالۍ کې هم ګډون وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۲:۵
Background image

بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کشندې ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۷
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۱۹
Background image

لوگر؛ خروار ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سيالې پای ته ورسېدې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د خروار ولسوالۍ په شيخانو کلي کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سیالۍ، چې ۲۴ ورځې. . .

BACK TO NEWS