کابل کې د ۵۰ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د یاد فدراسیون په جمنازیوم کې د ۵۰ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ به د نویو ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او د ۴۶ کیلو ګرام څخه تر ۸۰ بېلا بېلو عمري کټګوریو کې ترسره شي.
د یادو سیالیو موخه د بحرین اسیایي سیالیو ته د اوو غوره سوک وهونکو ټاکل دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.