کابل کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۲۴
کابل کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري د کابل ښار محمد باقر په ورزشي جمنازیوم کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د یاران عطايي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې یاران عطايي لوبډلې د ۳ پر ۲ ګولونو به توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د سیالیو د پای په مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، د فوټسال کمېټې فني مرستیال محمد فرید یوسفزي او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

د ورزش ادارې عموموي رئیس مولوي احمدالله وثیق د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د دا ډول سترو سیالیو په ترسره کېدو خوښي وښوده او ورزش یې د ملي یووالي او ورورولي سمبول یاد کړ.

ښاغلي وثیق همداراز له ورزشکارانو سره ژمنه وکړه، چې په هر حالت کې به د دوی ملاتړ کوي او هېڅ ډول مرستې چې د دوی په توان کې وي؛ له ورزشکارانو به یې نه درېغوي.

نوموړي په پای کې یادونه وکړه، چې په اوس وخت کې د افغانستان ورزش ښه وده کړې ده او له دې سره- سره به لا هڅه کوو، چې د هېواد ګوټ ګوټ ته ورزش ورسوو.

د خپلواک جام په نوم د فوټسال دفه سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۵
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS