کابل کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پینګ پانګ ملي لوبډلې اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۹:۸
کابل کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پینګ پانګ ملي لوبډلې اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پینګ پانګ ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې له شپاړلسو ولایتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پینګ پانګ ملي لوبډلې اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره کېږي، چې له هرې کټګوریو ۱۰ تنه ورزشکاران، چې ټول ۳۰ تنه ورزشکاران کېږي د هېواد پینګ پانګ ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو پرانیستغونډې ته د افغانستان ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د یادې ادارې د امریتونو مسوولین، د پینګ پانګ ملي فدراسیون رهبري پلاوي، د ولایتونو استازي، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه د هېواد پينګ پانګ ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۱۶
Background image

کابل کې د مرکزي زون د ولایتونو ترمنځ د فوټبال د اتلولي سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کابل فوټبال فدراسیون له لوري د مرکز زون د پنځو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلولي سیالۍ د کابل ګلرنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د نیمروز والي د ياد ولايت له ورزشي آمر او ورزشکارانو سره ولیدل

د نیمروز ولایت والي شيخ محمد قاسم خالد د یاد ولایت له ورزشي آمر او یو شمېر ورزشکارانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغې لیدنه کې ښاغلي محمد قاسم خالد ورزشي آمر او ورزشکارانو ته د. . .

BACK TO NEWS