کافا؛ تر ۱۷ کلنو کم عمره افغان فوټبال ملي لوبډلې قرغیزستان ته ۳/صفر ماتې ورکړه
تر ۱۷ کلنو کم عمره افغان فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په لومړنۍ سیالي کې قرغیزستان هیواد ته د " ۳/ صفر" ګولونو په توپیر ماتې ورکړه. یاده سیالي د تاجکستان هیواد د دوشنبې ښار په ایسار ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان له خوا وارث شېرزي، آرش احمدي او یاسر ساپي یوـ یو ګول ترسره کړي. د دې لوبې غوره لوبغاړی یاسر ساپی ونومول شو.
تر ۱۷ کلنو کم عمره افغان فوټبال ملي لوبډله د فیض محمد فیضي تر روزنې لاندې سبا ۵:۳۰ خپله دویمه لوبه د کوربه هیواد تاجکستان پر وړاندې ترسره کوي.
