کام اير والیبال لوبډلې خراسان او طلوع لوبډلې سرې مياشتې ته ماتې ورکړه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۵۵
کام اير والیبال لوبډلې خراسان او طلوع لوبډلې سرې مياشتې ته ماتې ورکړه

د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو سياليو په درېيمه ورځ، کام ایر لوبډله د خراسان پر وړاندې او طلوع لوبډله د سرې مياشتې لوبډلې پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شوه.

د دې سياليو د درېیمې ورځې لومړۍ لوبه د کام ایر او خراسان پوهنتون لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې کام اير لوبډلې وکولی شول، خپلې سيالې خراسان پوهنتون لوبډلې ته د ۳ - ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړي او په روانو سياليو کې لومړۍ بريا خپله کړي.

د دې سيالۍ د غوره لوبغاړي جايزه غلام رسول حيدري ترلاسه کړه.

دغه راز دويمه لوبه يې د طلوع او سرې مياشتې لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې طلوع لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳ - ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او په روانو سياليو کې پرلپسې دويمه بريا خپله کړه. د دې لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هارون نيکروز وګټله.

د يادو سياليو په لړ کې به سبا ( چهارشنبه، د غويي ۳۱مه ) دوې لوبې ترسره شي، چې لومړۍ لوبه به يې ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې د خوست سهيلي بازانو او عقاب بابه ترمنځ او دويمه لوبه به يې مازيګر ۰۴:۰۰ بجې د افغان ملي او پامير لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسيون له لوري د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د روان کال د غويي مياشتې پر ۲۸ مه نېټه د دې رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيم کې پيل شوي، چې د غبرګولې مياشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۷
Background image

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د اسيا سياليو قهرماني وګټله

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره افغان ملي لوبډلې د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو پايلوبه کې ايران ته د ۲ - ۱ ګولونو په توپير ماته ورکړه او په لومړي ځل يې د دغو سياليو قهرماني وګټله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۵
Background image

کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د جمناسټیک ملي فدراسيون له لوري د هېواد د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۲۰ کلبونو د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالی د خان زاخېل لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS