کام اير والیبال لوبډلې سهيلي بازانو او سرې میاشتې لوبډلې پامير ته ماتې ورکړه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۷:۲۳
کام اير والیبال لوبډلې سهيلي بازانو او سرې میاشتې لوبډلې پامير ته ماتې ورکړه

د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو سياليو په ۱۷مه لوبه کې کام ایر لوبډلې سهيلي بازانو لوبډلې ته او په ۱۸مه لوبه کې بيا سرې مياشتې لوبډلې پامير لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دې سياليو اوولسمه لوبه د کام ایر او سهيلي بازانو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې کام اير لوبډلې وکولی شول، خپلې سيالې سهيلي بازانو لوبډلې ته د ۳ - ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړي او په روانو سياليو کې پرلپسې څلورمه بريا ترلاسه کړي.

د دې سيالۍ د غوره لوبغاړي جايزه عبدالمطلب محمدي ترلاسه کړه.

دغه راز ټاکل شوې وه، چې اتلسمه لوبه يې د سرې مياشتې او پامير لوبډلو ترمنځ وشي، خو د پامير لوبډلې لوبې ته د نه حاضرېدو له امله لوبڅارانو او د واليبال ملي فدراسيون تخنيکي کمېټې لوبه د ۳ - ۰ په پايلې سره د سرې مياشتې لوبډلې په ګټه اعلان کړه، چې په دې سره سرې مياشتې لوبډلې په روانو سياليو کې يوه بله بريا په خپل نوم کړه.

د يادو سياليو په لړ کې به سبا ( سه شنبه، د غبرګولي شپږمه ) دوې لوبې ترسره شي، چې لومړۍ لوبه به يې ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې د خراسان او نګين هريوا ترمنځ او دويمه لوبه به يې مازيګر ۰۴:۰۰ بجې د ستاره او طلوع لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسيون له لوري د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د روان کال د غويي مياشتې پر ۲۸ مه نېټه د دې رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيم کې پيل شوي، چې د غبرګولې مياشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۹:۲۰
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړۍ‌والو سیالیو C کټګورۍ هېوادونو کې درېیم مقام خپل کړ

له ۱۵ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړۍوال جام او جشنواره کې د C کټګورۍ لوبډلو په درېیم مقام له کوربه ازربایجان سره سیالۍ کې دغه هېواد ته ماته ورکړه او د درېیم. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۱۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۷
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د کې‌ون کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته دارتقأ کمربندونه ته ورکړل شول

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه. . .

BACK TO NEWS