کاپيسا؛ د ژورناليزم پوهنځي لوبډله د کاپيسا پوهنتون د فوټبال سياليو اتله شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۹:۱۶
کاپيسا؛ د ژورناليزم پوهنځي لوبډله د کاپيسا پوهنتون د فوټبال سياليو اتله شوه

د کاپيسا پوهنتون د فوټبال سيالۍ، چې يوه مياشت وړاندې د دې پوهنتون د نهو پوهنځيو لوبډلو ترمنځ د تګ راتګ په سيستم د محصلینو د ودې او د البيروني پوهنتون په کچه د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه، د دې پوهنتون د رياست د ورزشي مسوولینو له لوري د ياد پوهنتون په ورزشي ميدان کې پيل شوې وې، د ژورناليزم پوهنځي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د طب او ژورنالېزم پوهنځيو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د ژورناليزم لوبډلې له ٥-١ پايلې سره د طب پوهنځي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په پاى کې ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه او تحسين نامې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS