کاپيسا کې د پانکرایشن سيالۍ ترسره شوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۳ - ۸:۵۱
مسابقاکاپيسا کې د پانکرایشن سيالۍ ترسره شوېت پانکریشن در کاپيسا برگزار گردید

دغه سيالۍ د حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د پانکرایشن په مرکزي کلپ کې د ٤٠ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.

د کاپيسا د ورزشي مسوولينو په وينا، له دې سياليو څخه يې موخه د کاپيسا د پانکرایشن منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

دغه سيالۍ د يوې ورځي لپاره د واګون او پلې داماس په دوو سبکونو کې پیل شوې وې چي په پای کې د کاپيسا د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په غوره لوبغاړو باندې د اتلولي سندونه وويشل شول.

دا سیالۍ په داسې حال کې کېږي چې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې لسګونه ورزشي پروګرامونه جوړوي چې تېره اوونۍ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۷۰ ورزشي سيالۍ يې په بریالیتوب سره ترسره کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS