کاپيسا کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سيالۍ وشوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په ريگروان ورزشي سټډيوم کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې امان الله لومړی، عبدالله دويم مقام او شاه آقا بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو.