کاپیسا؛ د دې ولایت په مرکز کې د څلور لوبډلو ترمنځ د فوټبال تګ راتګ سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۹:۵۹
کاپیسا؛ د دې ولایت په مرکز کې د څلور لوبډلو ترمنځ د فوټبال تګ راتګ سيالۍ پيل شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت او فوټبال فدراسيون له لوري د دې ولایت مرکز نواباد ورزشي ميدان کې د څلور لوبډلو ترمنځ د فوټبال تګ راتګ سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د پيروزي کوهبند، اميدهاى نواباد، اتحاد نواباد او استقلال عاشقان لوبډلې برخه لري.

د دغو سياليو د پيل په لوبه کې د پيروز کوهبند او امى هاى نواباد لوبډلې سره ولوبېدلې، چې د دې دواړو لوبډلو لوبه له ٣-٣ پايلې سره مساوي پاى ته ورسېده.

همداراز د يادو سياليو په دويمه لوبه کې به د اتحاد نو اباد او استقلال عاشقان لوبډلې سره مخ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS