کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د خوسي سیالۍ ترسره شوې
د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت د مرکز محمود راقي اړوند په نثار احمد بهاوي ورزشي کلب کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د خوسي حذفي سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې استقلال رحمان خېلو لوبډلې خپلې سیالې وفادار زلمي لوبډلې ته د ۱/۰ نومرې په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دویزو لوبو ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
