کاپیسا؛ مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې
د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز په صیاد پارک کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو پایلوبه کې د جوانان غازي خېل لوبډلې خپلې سیالې جوانان اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ حکم، مډالونه او جایزې ورکړل شوې.
