کاپیسا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۲۲:۴۳
کاپیسا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز محمود راقي ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې حکيمي ځوانانو، رحمان خېلو ځوانانو، ريګروان ځوانانو او کوهستان ځوانانو لوبډلو ګډون کړی وو، چې په پايله کې د کوهستان ځوانانو لوبډلې د زياتو امتيازانو په ترلاسه کولو سره لومړۍ مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۷:۲۹
Background image

کابل کې د ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د طبما ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې، چې دوې ورځې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۱۶
Background image

میدان وردګ؛ نرخ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خانجان خېلو اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۱۱
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

BACK TO NEWS