کاپیسا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت مرکز محمود راقي ښار اړوند دیرستان سیمه کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې مزمل لومړی، فیاض دویم او شمس الرحمن بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړي.