کندز، په مرکز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز اړوند په آمو لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ټاکنيزې سيالۍ د ازادۍ لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې ازادۍ لوبډلې سيالې خراسان لوبډلې ته ۰/۳ گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ۱۴۰۳ کال فوټبال سياليو لپاره د لوبډلې ټاکل دي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.