کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ د سرې میاشتې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سرې میاشتې لوبډلې د ۶ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې بغلان عامې روغتیا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ فوټسال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
