کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۷:۲۴
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه شپه يې دوام وکړ د موج های آمو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سیالیو کې د کندز ولایت پر لوبډلو سربېره د تخار ولايت له خواجه غار ولسوالۍ څخه يوې لوبډلې گډون کړی و، چې په پايلوبه کې موج های آمو لوبډلې خپلې سيالې کندز مرکز لوبډلې ته د ۳۱ پر ۲۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د لوبغاړو جسمي او فکري وړتياوو لوړول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS