کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې د نوجوانان خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو په پايله کې نوجوانان خراسان لوبډلې د ۳۵ امتيازونو په خپلولو سره لومړی، نوجوانان آمو لوبډلې د ۳۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام خپل کړ.
