کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۷:۱۹
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال حذفي سیالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ښاروالۍ لوبډلې خپلې سیالې موج امو لوبډلې ته د ۲۱ پر۱۹ امتیازونو پرتوپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته د ځوانانو هڅوول و، چې یو ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د یاد ورزشي ریاست له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ډ‌ول ډول ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۱۱
Background image

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

. . .

BACK TO NEWS