کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۱۵
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ښاروالۍ او ګرګري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې د ښاروالۍ لوبډلې د ۳پر ۱ میدانونو خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ ورزش ته د ودې ورکولو او د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS