کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې ۲۷ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
