کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۴ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدارسیون د استازولۍ او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یادې ولسوالۍ په شېرخان بندر سیمه کې د مرکز او ولسوالیو د ۵۴ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
په دغو سیالیو کې ۲۷ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او خلکو ته سالمه تفرېح برابرول و.