کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ريگ باسوس سيمه کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې يو اخراوالاق ترسره شو، دغه اخراوالاق محمد علي پهلوان د حلال تر دایرې ورسوه او د ډاليو گټونکی شو.
دا سيالۍ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د يادې سيمې وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
