کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۲۹
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې دوه اخراوالاقه اعلان شول، چې لومړی اخراوالاق عبدالسلام ايماق پهلوان او دويم اخراوالاق مطيح الله خان ناظري پهلوان د حلال تر دایرې ورسوه او د ډالیو گټونکي شول.

دا سيالۍ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت د کجران ولسوالۍ په زرد ګلان ورزشي لوبغالي کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال گروپي سيالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د نيزه وهنې، وزلوبې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې. . .

BACK TO NEWS